کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا:افغانستان کې د القاعدې ډلې مهم غړي وژل شوی

6 حمل 1396 ساعت 12:20

پنټاګون وايي چې "قاری یاسین" کابو یوه اوونۍ مخکې پکتیکا ولایت کې د بې‎پیلوټه الوتکې برید په پایله کې وژل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د القاعدې ډلې مهم غړي "قاری یاسین" وژل کېدل تائید کړي دي.
پنټاګون وايي چې "قاری یاسین" کابو یوه اوونۍ مخکې پکتیکا ولایت کې د بې‎پیلوټه الوتکې برید په پایله کې وژل شوی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، د القاعدې ډلې دا وژل شوی غړی پاکستان بلوڅستان ایالت وه.
دا چارواکي زیاتوي چې "قاری یاسین" په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د اسلام آباد پر یوه هوټل او د لاهور په ښار کې د سریلانکا کرکټ لوبغاړو په بریدونو کې هم لاس درلود.
د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټیس وايي چې د "قاری یاسین" وژل کېدل دا ښکاره کوي چې ترهګر د اسلام نوم څخه په ګټې پورته کولو او د بې‎ګناه خلکو په وژنې سره له عدالت څخه تېښته وکړي.


د مطلب کود: 139740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139740/امریکا-افغانستان-کې-د-القاعدې-ډلې-مهم-غړي-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com