کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا پوځ یو ځل بیا روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه

11 حمل 1396 ساعت 2:00

د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال حوزف ووټل یو ځل بیا یې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه او وې ویل چې ښايي روسیه له طالبانو څخه په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ لرونکی لوری وي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، دغه امریکايي جنرال همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بندون ته رسېدلې،خو په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او دغه بندون د افغان دولت له ځواکونو سره د واشنګټن له مرستې سره به مات شي.
د امریکا د ملي پوځ مرکزي قومندان د دغه هېواد د ولسي جرګې د وسله‎‎ییزو چارو کمېټې غړي یې د افغانستان د جګړې په ګډون د نړۍ د اوضاع په اړه خبر کړل.
جنرال جوزف ووټل څرګنده کړه:«موږ اوس‎مهال له بندون سره مخ یوو. خو فکر کوم چې په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او هیله کېږي چې دا بندون د وخت په تېرېدو سره مات شي، له همدې امله له افغانستانه به زموږ ملاتړ دوام وکړي. موږ په افغانستان کې دوه مأموریتونه لرو. لومړی د ترهګرۍ ضد مأموریت چې ډېر ښه په مخ ځي او بل روزنیز مأموریت دی.»
د امریکا د ولسي جرګې د وسله‎ییزو چارو کمېټې رییس مک تورنبري په دې اړه وویل:«موږ هېڅ یو باید هغه مهمه جګړه چې د ترهګرو په امن پټنځای د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره ده له یاده ونه باسو.»
په همدې حال کې د امریکا د کانګرس یوتن غړي براډي له طالبانو د روسې د ملاتړ په اړه له دغه جنرال څخه وپوښتل« غواړم د افغانستان په اړه دا پوښتنه وکړم چې روسان څه ډول طالبانو ته مرسته رسوي او د دې مرستې موخه څه ده.»
جنرال جوزف ووټل په ځواب کې وویل:«امکان لري روسیه له طالبانو په بېلابېل ډول له هغې ډلې د وسلو په برابرولو او نورو برخو کې مرسته وکړي. زه باور لرم چې روسیه غواړي له طالبانو په ملاتړ سره په نړۍ کې د دې جګړې بانفوذه برخه شي.»
خو روسیې طالبانو ته د مرستو ورکول رد کړي دي او یوازې ویلي چې له دې ډلې سره ځکه اړیکه لري ترڅو له افغان حکومت سره د خبرو ترسره کولو ته غاړه کېږدي.


د مطلب کود: 140029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140029/د-امريکا-پوځ-یو-ځل-بیا-روسیه-طالبانو-په-ملاتړ-تورنه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com