کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا د ملي امنیت پر مرستیال وسلوال برید شوی

14 حمل 1396 ساعت 9:14

د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال د دغه ولایت د بند سردې په اړوند سیمه کې د دولت د وسلوالو مخالفینو تر برید لاندې راغلی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، یوې سرچینې، چې د نوم له ښودلویې ډډه کړې؛ خو وایي، نن غرمه وسلوالو مخالفینو د پکتیکا ولایت په بند سرده سیمه کې د دغه ولایت د ملي امنیت پر مرستیال برید کړی، چې له خپلو ۶ ساتونکیو سره وژل شوی دی.
سرچینه په ډاګه کوي، چې برید کوونکیو په دې برید کې د ملي اردو لباس کارولی دی.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي یوازې د دغه برید پخلی کوي او وایي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت مرستیال دې سیمې ته د عملیاتو د تر سره کولو لپاره تلی؛ خو د هغه وژل کیدل نه تائیدوي.


د مطلب کود: 140156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140156/د-پکتیکا-ملي-امنیت-پر-مرستیال-وسلوال-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com