کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس شو

14 حمل 1396 ساعت 9:27

د ولسمشر د دفتر ویاند وایي، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار ډاکتر اکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د دارالانشا د ريیس په توګه ټاکل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي د دغې څرګندونې د منلو تر څنګ ویلي، چې د خپلواک له راتګ سره به د سولې عالی شورا ظرفیتونه بشپړ او د سولې په رامنځته کولو کې به یې اغېز هم ډېر شي.
ځینو سرچینو له دې مخکې ویلي وه، چې حکومت به د سولې عالي شورا پر جوړښت او د کارونو پر څرنګوالي یوه ناسته تر سره کوي؛ ځکه، چې ولسمشر غني د سولې شورا له کړنو خوښ نه دی او مرستندوی هېوادونه هم د دې شورا د بودجې له تمویل ډډه کوي.
د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي دا ټينګار هم کړی، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې ټول مواد به په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې پلي کړي؛ خو له حزب څخه هم غواړي، چې کابل ته د خبل رهبر د راتګ مهالوېش اعلان کړي.
سیاسي کارپوه فیض الله جلال وایي، د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره اووه کاله پخوا رامنځته شوه، چې پر کړنو یې ډېرې نیوکې شته دي.
د سولې عالي شورا د سولې خبرو ته د میکانیزم جوړولو لپاره په ۱۳۸۹ کال کې جوړه شوې ده.
ویل کیږي، چې اکرم خپلواک به د سولې عالي شورا د دارالانشاه د ریاست تر څنګ په سیاسي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه هم خپله پخوانۍ دنده تر سره کوي.


د مطلب کود: 140160

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140160/محمد-اکرم-خپلواک-د-سولې-عالي-شورا-دارالانشا-رییس-شو

آوا
  https://www.avapress.com