کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت سلاکار:

ترهګر او د هغو ملاتړي په پرلپسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان او سیمه نا امنه او زموږ اړیکې له مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حمل 1396 ساعت 9:37


د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د سه شنبه پر ورځ، په افغانستان کې د وروستیو خونړیو ترهګریزو پېښو په اړه، د متحدو عربي اماراتو شاهي دولت د ملي امنیت سلاکار، شیخ طحنون بن زاید آل نهیان، د خواخوږۍ د پیغام په ځواب کې ویلي، چې د متحدو عربي اماراتو شاهي دولت، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه، کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مهم متحد دی. 

 د صدای افغان خبری آژانس، د ښاغلي اتمر په ځوابیه پیغام کې راغلي، چې ترهګر او د هغو ملاتړي په پرلپسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان او سیمه نا امنه او زموږ اړیکې له مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي.

د ملي امنیت سلاکار دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان او متحد عربي امارات، د سیمې د ټولو ګواښونو په ژور درک سره، د ترهګرو ځپل د دواړو هېوادونو د ملي امنیت ستر لومړیتوب بولي او دې مشترکې مبارزې ته په لا ډېر قوت او موثریت سره دوام ورکوي.

په پیغام کې وړاندې ویل شوي دي: " موږ پوره ډاډ لرو، چې د خپلو ستراتیژیکو متحدانو په ځانګړي توګه د دوست او ورور هېواد عربي متحده اماراتو د نیږدې او ګډو همکاریو په ترڅ کې د ترهګرو شوم او انسان دښمنه موخې محوه کړو"

د ملي امنیت سلاکار د پیغام په پای کې، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو پر تلپاتې دوستۍ د بیا ټینګار تر څنګ، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو ملتونو ته د سوکالۍ او ارامۍ هیله کړې ده


د مطلب کود: 140304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140304/ترهګر-او-د-هغو-ملاتړي-په-پرلپسې-توګه-هڅه-کوي-چې-افغانستان-سیمه-نا-امنه-زموږ-اړیکې-له-مهمو-متحدینو-سره-خړې-پړې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com