کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰نور سرتیري رالیږي

19 حمل 1396 ساعت 12:39

د امریکا متحده ایالاتونو پوځ اعلان کړی دی چې افغانستان ته به د روان زیږدیز کال وروستیو پورې۱۵۰۰ امریکایي سرتېري راوليږي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، امریکایي سرتېري په افغانستان کې دوه ډلې دي، یوه هغه ډله ده چې د ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنې ورکوي او بله ډله بیا د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې عملیات کوي.
مخکې له دې هم د ناټو چارواکو ویلي وه چې په فراه ولایت کې به د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه فراه کې د ناټو ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای شي.
دې چارواکو زیاته کړې وه چې دا سرتېري به ایټالیایي وي.
ناټو په داسې حال کې په فراه ولایت کې د سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو هلمند کې له ۳۰۰ سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې پای‎ته ورساوه.


د مطلب کود: 140518

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140518/امریکا-افغانستان-ته-۱۵۰۰نور-سرتیري-رالیږي

آوا
  https://www.avapress.com