کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې امریکایي سرتیری له داعشیانو سره په نښته کې وژل شوی

20 حمل 1396 ساعت 9:51


افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یوه امریکایي سرتیری له داعش وسله والو سره په نښته کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس، په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو اعلان کړی، چې دغه سرتیری د شنبې په ورځ نا وخته له داعشیانو سره په جګړه کې سخت ټپي شوی و.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښا کې درې امریکایي سرتیري د یوه چاودنه په ترڅ کې ټپي شوي وه.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د داعش پر خلاف په عملیاتو بوخت افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، د حمزه په نوم عملیات د ګډو امنیتي ځواکونو له لورې په ننګرهار کې د داعش ځپلو په موخه پیل شوي دي،چې تر دا مهاله یې تر لسګونو زیات کلي د داعش له شتون څخه پاک کړي دي .


د مطلب کود: 140566

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140566/ننګرهار-کې-امریکایي-سرتیری-له-داعشیانو-سره-په-نښته-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com