ننګرهار ولایت چارواکي ویلی، په ختیځ زون کې دحمزه په نوم عملیاتو پیل شوی دي.
ننګرهار ولایت کي ۲۴۵ تنو وسله والو وژل شوی دي
22 حمل 1396 ساعت 21:31
ننګرهار ولایت چارواکي ویلی، په ختیځ زون کې دحمزه په نوم عملیاتو پیل شوی دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکی وایی، چې امنیتی افغان ځواکونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د حمزه په نامه د دې ولایت په کوټ او اچین ولسواليوکې عملیات کړي.
د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکی وایی، چې په دې عملیاتو کې ۲۴۵د داعش وسلهوالو وژل شوي دی.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال، اسماعیل شینواري سرګندوی، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو اوه قومندانان هم شامل دي.
په دی حال کی د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند حضرت حسین مشرقیوال وای، یو شمېر سیمې له داعشیانو پاکې شوې دي.
هغه وايي، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د داعشیانو پر وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه ډېر کړي.
د مطلب کود: 140739