د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکی وایی، چې امنیتی افغان ځواکونو له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د حمزه په نامه د دې ولایت په کوټ او اچین ولسواليوکې عملیات کړي.
د سېلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکی وایی، چې په دې عملیاتو کې ۲۴۵د داعش وسلهوالو وژل شوي دی.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال، اسماعیل شینواري سرګندوی، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو اوه قومندانان هم شامل دي.
په دی حال کی د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند حضرت حسین مشرقیوال وای، یو شمېر سیمې له داعشیانو پاکې شوې دي.
هغه وايي، افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د داعشیانو پر وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه ډېر کړي.