کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو مهم غړی مولوي داود په پاکستان کې وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1396 ساعت 9:39


د راپورونو له مخې، د وسله والو طالبانو یو مهم غړی مولوي داود د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس، د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو یوه غړي له قوله لیکليي، چې پیښه تیره ورځ پیښور ښار ته نژدې شمشتو کمپ کې رامنځته شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د طالبانو یو مهم قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې ووژل شو.

دغه طالب قوماندان چې قاری سید مراد نومیده د پیښور د ناصر باغ په لویه لاره کې د وسله والو بری په ټرڅ ووژل شو.

د راپورنو پر بنسټ، قاری سید مراد د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډلې د پوځی کمیسیون یو مهم غړی وو .

له دې وړاندې د وسلوالو طالبانو مهم غړی مولانا عبدالله ذاکري چې له ملامحمد عمر مجاهد سره یې نږدې اړیکې درلودې د نامعلومو وسلوالو لخوا د پاکستان په کویټه ښار کې وژل شوی و.

سرچینه: د افغانستان خبري آژانس


د مطلب کود: 141821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141821/د-طالبانو-مهم-غړی-مولوي-داود-په-پاکستان-کې-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com