د راپورونو له مخې، د وسله والو طالبانو یو مهم غړی مولوي داود د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې وژل شوی.
د صدای افغان خبری آژانس، د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو یوه غړي له قوله لیکليي، چې پیښه تیره ورځ پیښور ښار ته نژدې شمشتو کمپ کې رامنځته شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم د طالبانو یو مهم قوماندان د نامعلومو وسله والو له خوا په پاکستان کې ووژل شو.
دغه طالب قوماندان چې قاری سید مراد نومیده د پیښور د ناصر باغ په لویه لاره کې د وسله والو بری په ټرڅ ووژل شو.
د راپورنو پر بنسټ، قاری سید مراد د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډلې د پوځی کمیسیون یو مهم غړی وو .
له دې وړاندې د وسلوالو طالبانو مهم غړی مولانا عبدالله ذاکري چې له ملامحمد عمر مجاهد سره یې نږدې اړیکې درلودې د نامعلومو وسلوالو لخوا د پاکستان په کویټه ښار کې وژل شوی و.
سرچینه: د افغانستان خبري آژانس