کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش له خوا په کابل کې ترسره شوي برید په اړه د ولسمشر غني غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 ثور 1396 ساعت 14:43


په پلازمنې کابل کې د داعش وسله والو له خوا په ترسره شوي ځانمرګي برید په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني غبرګون وښود.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، ولسمشر غني وایي “ترورېستانو په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري، درندې ضربې ليدلي او غواړي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره خپلې پرلپسې ماتې پټې کړي.”

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګرو يو ځل بيا د ملکي خلکو په وژلو سره د افغانستان له خلکو سره خپله ښکاره دښمني وښوده.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۲۵ تنه ملکیان ټپیان دي.

په افغانستان کې داعش ډلې په یوه بیان کې لیکلي، چې په دغه برید کې ۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي.

خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، په دغه برید کې یواځې درې سرتیري ټپیان شوي او د هغوي روغتیایي حالت ښه دي.


د مطلب کود: 142191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142191/د-داعش-له-خوا-په-کابل-کې-ترسره-شوي-برید-اړه-ولسمشر-غني-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com