دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 142191
د داعش له خوا په کابل کې ترسره شوي برید په اړه د ولسمشر غني غبرګون

په پلازمنې کابل کې د داعش وسله والو له خوا په ترسره شوي ځانمرګي برید په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني غبرګون وښود.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ولسمشر غني وایي “ترورېستانو په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري، درندې ضربې ليدلي او غواړي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره خپلې پرلپسې ماتې پټې کړي.”

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګرو يو ځل بيا د ملکي خلکو په وژلو سره د افغانستان له خلکو سره خپله ښکاره دښمني وښوده.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۲۵ تنه ملکیان ټپیان دي.

په افغانستان کې داعش ډلې په یوه بیان کې لیکلي، چې په دغه برید کې ۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي.

خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، په دغه برید کې یواځې درې سرتیري ټپیان شوي او د هغوي روغتیایي حالت ښه دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnx0ffyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته