کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې بی پیلوټه الوتکې برید ۷ داعش وسله وال وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1396 ساعت 13:33


د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه داعش وسله وال د بی پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې دهسکې مینې ولسوالی د ګورګری په سیمه کې تیره ورځ بهرنیو ځواکونو بی پیلو ټه الو تکې هوایي برید ترسره کړی چې په پایله کې اوه داعش وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شوی برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیا ن ندې اوښتې .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش پر ضد د حمزه په نومې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.


د مطلب کود: 142254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142254/ننګرهار-کې-بی-پیلوټه-الوتکې-برید-۷-داعش-وسله-وال-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com