کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کی د حقانی شبکی یو تروریست نیول کیدل

14 ثور 1396 ساعت 15:53

ملی امنیت ځواکونه په یو عملیات کی، احمدالله د مستعار علی په نامه، د حقانی ډلی د غړو څخه د کابل په مربوطه سیمو کی ونیول.


د آوا د خبر له مخی، د ملی امنیت په یو عمومی خبری پاڼه کی راغلی دی چی دا تروریست، اعتراف کړی دی چی دوه کاله مخکی د دیورند هغه لوری کی، د پشاور په ښار کی، د جمیل په نامه د یو شخص په واسطه د حقانی تروریستی ډله کی جزب او د تروریستی او نظامی زده کړو لپاره و یو انتحاری زده کړو مرکز چی د وزیرستان میران شاه مربوطه سیمو کی وو ولیږدول سو.
د هغه په وینا، هغه د ۱۷ ورځو په ترڅ کی نظامی او تروریستی زده کړی د دوو پاکستانی استادانو تر لاس لاندی د عباس او مدنی په نامه ترلاسه کړی دی.
هغه همدارنګه وویل چی د نظامی زده کړو په لړ کی د پاکستانی استادانو له خوا هم تشویقیدل چی د افغانستان امنیتی ځواکونو په وړاندی وجنګیږی او هغه ته دنده ورکړل سوی وو د عبدالرحمن، د طالبانو مشر تر څنګ د بغلان ولایت دهه غوری سیمه کی قرار ونسی او د هغه سره په تهاجمی او تروریستی بریدونو کی ګډون وکړی. په همدی اساس، هغه په څو تهاجمی بریدونو کی د دهه غوری پر څو امنیتی پوستو باندی په بریدونو کی فعال سهم درلودی.
د حقانی شبکی دا غړی زیاتوی چی طالبان په دهه غوری کی د خپل اعاشه تامین په برخه کی، د خلګو څخه په زوره غذایی توکی راټولوی او هغه کسان چی هغوی ته د غذایی توکو ورکړو څخه ډډه وکړی، په سخت شکل سره مجازات کیږی. د هغه په وینا، دا کار ددی لامل ګرځیدلی دی ترڅو د دهه غوری خلګ د طالبانو څخه فاصله اختیار کړی.


د مطلب کود: 142266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142266/په-کابل-کی-د-حقانی-شبکی-یو-تروریست-نیول-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com