دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 142266
په کابل کی د حقانی شبکی یو تروریست نیول کیدل
ملی امنیت ځواکونه په یو عملیات کی، احمدالله د مستعار علی په نامه، د حقانی ډلی د غړو څخه د کابل په مربوطه سیمو کی ونیول.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د ملی امنیت په یو عمومی خبری پاڼه کی راغلی دی چی دا تروریست، اعتراف کړی دی چی دوه کاله مخکی د دیورند هغه لوری کی، د پشاور په ښار کی، د جمیل په نامه د یو شخص په واسطه د حقانی تروریستی ډله کی جزب او د تروریستی او نظامی زده کړو لپاره و یو انتحاری زده کړو مرکز چی د وزیرستان میران شاه مربوطه سیمو کی وو ولیږدول سو.
د هغه په وینا، هغه د ۱۷ ورځو په ترڅ کی نظامی او تروریستی زده کړی د دوو پاکستانی استادانو تر لاس لاندی د عباس او مدنی په نامه ترلاسه کړی دی.
هغه همدارنګه وویل چی د نظامی زده کړو په لړ کی د پاکستانی استادانو له خوا هم تشویقیدل چی د افغانستان امنیتی ځواکونو په وړاندی وجنګیږی او هغه ته دنده ورکړل سوی وو د عبدالرحمن، د طالبانو مشر تر څنګ د بغلان ولایت دهه غوری سیمه کی قرار ونسی او د هغه سره په تهاجمی او تروریستی بریدونو کی ګډون وکړی. په همدی اساس، هغه په څو تهاجمی بریدونو کی د دهه غوری پر څو امنیتی پوستو باندی په بریدونو کی فعال سهم درلودی.
د حقانی شبکی دا غړی زیاتوی چی طالبان په دهه غوری کی د خپل اعاشه تامین په برخه کی، د خلګو څخه په زوره غذایی توکی راټولوی او هغه کسان چی هغوی ته د غذایی توکو ورکړو څخه ډډه وکړی، په سخت شکل سره مجازات کیږی. د هغه په وینا، دا کار ددی لامل ګرځیدلی دی ترڅو د دهه غوری خلګ د طالبانو څخه فاصله اختیار کړی.
https://avapress.com/vdcg3x9q3ak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته