د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تام ګرسبک؛ د امریکا ځواب ویاند په افغانستان کې د ناتو ځواکونو په نمایندګې، ابراز نظر وکړ، ادعا وکړ چی هغوی باور لری چی دا برید د حقانی ډلې کار وو.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو رسمآ ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی چی پکښی د ۱۰۰ تنو څخه ډیر وژل شوی او د ۲۰۰ تنو څخه ډیر ټپیان شوی دی.
مخکې طالبانو د اینترکانتیننتال هوتل باندی برید مسؤولیت هم په غاړه اخیستی وو، کابل اعلان کړ چی دا برید د حقانی ډلې کار وو.
حقانی شبکه او طالبان، د افغانستان دولت په وړاندی جنګ کې سره متحد دی.
په همدی حال کې، محمود صیقل؛ د افغانستان دایمی نماینده په سازمان ملل متحد کښی وایی چی طالبان دداسی بریدونو طراحی قابلیت نه لری.
ښاغلی صیقل د رویترز خبرګزاری سره په مصاحبه کې ویلی دی چی بی سواده طالبان وکولای شی دا برید د آمبولانس په مرسته طرحه ریزی کړی.
ناظران وایی چی د طالبانو څخه د مسؤولیت ایسته کولو ترشا یو مقصد، د هغه ډلې سره د سولې ماته خوړلی پروسی ادامه دی.