کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کی د ترهګرو تمویلوونکی ډلی متلاشی سو

26 ثور 1396 ساعت 9:30

د هرات چشت ولسوالی کی د ترهګرو تمویلوونکی یو مهم ډله د شناسایی وروسته متلاشی سو.


د آوا د خبر له مخی، دا ډله چی د چشت په ولسوالی کی د ترهګرو تجهیز او تسلیح او تمویل مسوولیت په غاړه درلوده او د امنیتی ځواکونو مشترک عملیات په نتیجه کی متلاشی سو.
هغه کس چی ددی هستی مسوولیت په غاړه درلوده هم نیول سوی دی.
جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی: ددی خطرناکه هستی مسوول چی په ډیر پیچلی ډول سره د چشت شریف په ولسوالی کی فعالیت درلود، د اسلحو، البسه، جنګی او مخابراتی تجهیزاتو سره چی پرمختللی وو ونیول سو.
دا هسته د ترهګرو د تمویل او تجهیز ترڅنګ، د ماین ایښوونکو زده کړی او تربیت او د مهماتو او اسلحو تهیه او ذخیره کی د ملا عبدالرحمن مالدار سره په فعال توګه نقش درلود.
دا په داسی حال کی دی چی یو ورځی مخکی هم ترهګریز ډلی دی شبکی پوری تړلی ډله د چشت شریف ولسوالی کی د رباطک پوسته باندی برید کړی وو چی د دری تروریستانو د وژل کیدو لامل سوی وو.


د مطلب کود: 142985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142985/په-هرات-کی-د-ترهګرو-تمویلوونکی-ډلی-متلاشی-سو

آوا
  https://www.avapress.com