دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 142985
په هرات کی د ترهګرو تمویلوونکی ډلی متلاشی سو
د هرات چشت ولسوالی کی د ترهګرو تمویلوونکی یو مهم ډله د شناسایی وروسته متلاشی سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دا ډله چی د چشت په ولسوالی کی د ترهګرو تجهیز او تسلیح او تمویل مسوولیت په غاړه درلوده او د امنیتی ځواکونو مشترک عملیات په نتیجه کی متلاشی سو.
هغه کس چی ددی هستی مسوولیت په غاړه درلوده هم نیول سوی دی.
جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی: ددی خطرناکه هستی مسوول چی په ډیر پیچلی ډول سره د چشت شریف په ولسوالی کی فعالیت درلود، د اسلحو، البسه، جنګی او مخابراتی تجهیزاتو سره چی پرمختللی وو ونیول سو.
دا هسته د ترهګرو د تمویل او تجهیز ترڅنګ، د ماین ایښوونکو زده کړی او تربیت او د مهماتو او اسلحو تهیه او ذخیره کی د ملا عبدالرحمن مالدار سره په فعال توګه نقش درلود.
دا په داسی حال کی دی چی یو ورځی مخکی هم ترهګریز ډلی دی شبکی پوری تړلی ډله د چشت شریف ولسوالی کی د رباطک پوسته باندی برید کړی وو چی د دری تروریستانو د وژل کیدو لامل سوی وو.
https://avapress.com/vdcevw8znjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته