دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 157890
امريکا ٣ پاکستانيان د ترهگرۍ په نوملړ کې ونیول

د امريکا مالیې وزارت د پنجشنبې پر ورځ(د سلواغې ۱۹) اعلام کړه، چې په پاکستان کې ترهګرو ته د آسانتیاوو او مرستې درې برابروونکي د دغه هېواد په تور نوملړ کې ونیول شول.

د تروریزم او مالي جرمونو په چارو کې د امریکا مالیې وزیرې سیګال مندلکر د اعلامیې له مخې؛ د پاکستان اصلي اوسیدونکي رحمان زيب فقير محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان هغه درې کسان دي، چې په افغانستان او پاکستان کې یې وسلوالو سره مالي او لوژيستکي مرسته کوله. دغه کسان د شيخ امين الله اړوندان دي، چې په ٢٠٠٩ کې د ترهگرۍ په تورنوملړ کې شامل شوى دى.

آغلې منلکر زیاته کړې، چې رحمان زيب او حزب الله استم خان به په عربي هېوادونو کې لشکر طيبه ته مالي مرستې ټولولې او ورليږلې. دلاور خان د شيخ امين الله نيږدى ملگرى نومول شوى، چې په پاکستان کې به يې ورسره په ګرځيدو راګرځيدو او مالي راکړه ورکړه کې مرسته کوله.

میرمن مندلکر دغه راز له پاکستان غوښتي؛ هغه ترهګرې ډلې، چې له کلونو کلو راهیسې د دغه هېواد په خاوره کې هڅې کوي له منځه یوسي.

د امریکا د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ رحمان زیب پر ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د لشکر طیبه له غړیو سره اړیکې درلودلې.

یوه میاشت مخکې د امریکا مالیې وزارت د طالبانو ۶ کسان، چې ۵ یې په پاکستان کې اوسیږي له تحریم سره مخ کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1edyxw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته