دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۲۸
د مطلب کود : 140047
د وسلوالو د ځپلو پسرلني عملیات به ژر پیل شي
افغان ځواکونه پسرلنیو عملیاتو ته تیاری نیسي؛ خو دا به آسانه هم نه وي؛ ځکه د ولسمشر په وینا شل ترهګرې ډلې دلته بېلابېلې هڅې لري. د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو ستړیا نه ده خلاصه، چې د پسرلنیو عملیاتو لپاره ملاوې تړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری ټینګار کوي، چې امریکا باید د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. د نوموړي په وینا؛ پسرلني عملیات د ناتو له سرتېرو سره په همکارۍ کې پلان شوي او په لومړي سر کې به په هلمند، روزګان، زابل، کندز ، بدخشان او بغلان ولایتونو کې پیل شي؛ ځکه دا ولایتونه د لوړې کچې له امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوازنی غوراوی بولي او وایي، چې د وسلوالو د ماتولو لپاره مهم او ګټور پلانونه جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ ۹ ولسوالي مو په واک کې نه دي او په پسرلنیو عملیاتو کې به یې تر لاسه کړو.
باور کیږي، چې سمه مشري او هوایي ملاتړ کولی شي افغان ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې بریاو ته ورسوي.
د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمد احمدزی وایي، ولسمشر ور سره ژمنه کړې، چې امنیتي په بنسټونو کې به ژور بدلونونه راشي.
د نوموړي په وینا؛ ولسمشر به ۳۰ کسه په دفاع او ۳۰ نور په کورنیو چارو وزارتونو کې او په همدې شمېر به په ملي اامنیت ریاست کې ګوښه او له دندو لیرې کړي.
خو نیوکې کیږي، چې افغان ځواکونو په ژمي کې هسې عملیات تر سره نه کړل لکه، چې تمه یې کیده. د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار اداره یا سیګار وایي، د افغانستان حکومت له نیمایي څخه پر لږ زیاتې خاورې واکمن دی.
https://avapress.com/vdcbagb8zrhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته