کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قندهار ښار په اوله ناحیه کی ددو چاودنو رامنځته کیدل

27 ثور 1396 ساعت 9:12

تیره شپه د ۸:۳۰ بجو شاوخوا د قندهار ښار اوله ناحیه د شهید محمد خان څلورلارۍ کې دوه چاودنې رامنځته سوی.


د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، لومړۍ چاودنه د امنیتی پولیسو یو پوستی ته نږدی رامنځته سوی دی او وروسته د هغه چی امنیتی ځواکونه ساحی ته رسیدلې دوهم چاودنه صورت نیولی دی.
د قندهار والی ویاند وایی چی د چاودنی مقصد امنیتی پولیسو پوسته وو او دوهم چاودنه ددی وروسته رامنځته سوی دی چی امنیتی ځواکونه په ساحه کی حضور پیدا کړۍ دی.
د لومړنیو ګزارشونو په اساس په دوهم چاودنه کی د امنیتی ځواکونو څخه یو تن شهید او لږترلږه ۱۸ تنه ټپیان سوی دی.
تراوسه امنیتی ځواکونه د دقیق تلفاتو او خساراتو په اړه کوم څه نه دې ویلۍ.


د مطلب کود: 143044

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143044/د-قندهار-ښار-په-اوله-ناحیه-کی-ددو-چاودنو-رامنځته-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com