دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 143044
د قندهار ښار په اوله ناحیه کی ددو چاودنو رامنځته کیدل
تیره شپه د ۸:۳۰ بجو شاوخوا د قندهار ښار اوله ناحیه د شهید محمد خان څلورلارۍ کې دوه چاودنې رامنځته سوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، لومړۍ چاودنه د امنیتی پولیسو یو پوستی ته نږدی رامنځته سوی دی او وروسته د هغه چی امنیتی ځواکونه ساحی ته رسیدلې دوهم چاودنه صورت نیولی دی.
د قندهار والی ویاند وایی چی د چاودنی مقصد امنیتی پولیسو پوسته وو او دوهم چاودنه ددی وروسته رامنځته سوی دی چی امنیتی ځواکونه په ساحه کی حضور پیدا کړۍ دی.
د لومړنیو ګزارشونو په اساس په دوهم چاودنه کی د امنیتی ځواکونو څخه یو تن شهید او لږترلږه ۱۸ تنه ټپیان سوی دی.
تراوسه امنیتی ځواکونه د دقیق تلفاتو او خساراتو په اړه کوم څه نه دې ویلۍ.
https://avapress.com/vdcbafb8arhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته