دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 147218
په قندهار کی د اردو ځوانانو تلفات

 

ځینی سرچینی په قندهار کی وایی چی د خاکریز ولسوالی ملی اردو یو پایګاه باندی د طالبانو برید له امله لږ ترلږه ۴۰ تنه اردو سرتیری شهید سوی دی.

یو امنیتی سرچینه چی ونه غوښتل نوم یی واخیستل سی، ویلی چی د طالبانو دا برید تیره شپه شروع سوی او ۱۰ تنه سرتیری په تیښته باندی بریالی سوی دی.

هغه ویلی چی د د تلفاتو شمیر امکان لری د ۴۰ تنو څخه ډیر وی ځکه چی د سرتیرو ځینی جسدونه د نښتی په ځای کی باقی پاته سوی دی.

محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند معاون هم دا برید تایید کړی خو وایی چی یواځی ۶ تنه سرتیری ټپیان سوی دی.

طالبان ادعا کړی چی د اردو ملی ۷۴ تنه سرتیری وژلی او شپږ تنه یی نیولی دی.

د دفاع وزارت اعلان کړی چی ددی پیښی د څیړنی لپاره قندهار ته یو هیات لیږلی دی.

امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی حقیقت دادی چی په قندهار کی یوفاجعه رامنځته سوی دی، دا توپیر نه کوی چی ۴۰ تنه ملی اردو سرتیری شهید سوی دی که ۷۴ تنه. دا توپیر نه شتون له دی امله دی چی دولت د تروریزم سره مبارزی لپاره مسئوله دی او هغه ځواکونه چی د دولت څخه په نیابت سره د خلګو لپاره د تروریزم سره مبارزی په لمړۍ کرښه کی سینه سپر کړی دی، همداسی د بی توجهی او بی مهری لاندی قرار نیسی؛ بیله هغه، بیله هغی، د ملی اردو رشید او شجاع ځوانانو هر یو ژوند لکه څنګه چی کورنۍ ته یی ګران او ارزښتناکه دی، د افغانستان خلګو لپاره هم په همغه اندازه ارزښتناکه دی او هیڅوک نه غواړی چی امنیتی ځواکونو په صف کی حتی یو سرتیری هم د افغانستان خلګو تږی دشمنانو په لاس په شهادت ورسیږی.

په قندهار کی لویه فاجعه رامنځته سوی دی. لسګونه سرتیری د طالب تروریستانو له لوری په بی رحمی سره په شهادت رسیدلی دی. دا په دی معنی دی چی دولت تراوسه د تروریزم سره مبارزی په لاره کی، د هغه ځواکونو څخه چی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی د خپل ګران ژوند څخه تیریږی، په کافی اندازه او مسئولانه توګه ملاتړ نه کوی.

دا په داسی حال کی دی چی حتما دولت پوهیږی چی دا سرتیری د قندهار یو خطرناکه سیمه کی، د تروریستانو په وړاندی دریدلی؛ بنا پردی، باید ددی ځواکونو څخه سختګیره او هر اړخیزه ملاتړ وکړی.

له بل لوری، د امنیتی مسایلو پوهانو په باور، هغه فاجعه چی په قندهار کی ترسره سوه، د هغه څه سره د مثال په توګه، په کابل کی د دوشنبه په ورځ منځته راغله او د ۳‍۱ غیری نظامیانو ژوند یی واخیستل، د اساس څخه توپیر لری.

په قندهار کی تروریستان د فرصت څخه په ګټی اخیستنی سره د ملی اردو پایګاوو باندی برید کړی او د ملی اردو لسګونه سرتیری په شهادت رسولی دی. دا نو یو ناځوانمردانه پیښه نه بلل کیږی چی دولت د هغه په وړاندی اعلامیه صادر کړی او د جنګ په ډګر کی تروریستان کمزوری باندی تورن کړی. هغوی یو ځل بیا یو نظامی هدف تر برید لاندی ونیوه او دا هغه څه دی چی د جنګ ډګر ته په کتو سره د وړاندوینی وړ وو.

په واضح توګه، دولت او دفاع وزارت عالی رتبه قوماندانان حتما پوهیږی چی طالبان هر وخت هڅه کړۍ چی ملی اردو ځواکونه په جنګی سیمو کی تر برید لاندی راوړی. نو له دی لید څخه،  دفاع وزارت او دولت لپاره قندهار فاجعه، یو غافل کوونکی پیښه نه وو؛ بلکه د وړاندوینی وړ وو. نو ولی د مخنیوی لپاره دولت کوم امنیتی لازم تمهیدات او تدابیر ونه نیول؟

ولی امنیتی نهادونه لکه دفاع وزارت ملی اردو ځواکونه د خاکریز ولسوالی په داسی سیمو کی ساتلی چی تروریستان کولای سی پر هغوی باندی برید ترسره کړی؟

دا ټوله هغه پوښتنی دی چی د قندهار مبهم فاجعه مشکل سره مخ کوی او په دی برخه کی دولت مسئولیت روښانه کوی.

دا پیښه هم به د نورو تریخو پيښو په شان هیریږی او د حافظی څخه پاکیږی.

 

https://avapress.com/vdcizyazvt1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته