کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا پوځ: په تیرو دوه نیم میاشتو کې ۷۵۰ داعشیان په افغانستان کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1396 ساعت 10:18


په افغانسان کې میشت د امریکا پوځ وایي، په تیروه دوه نیم میاشتو کې لږ تر لږه ۷۵۰ تن د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال د افغان او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د امریکا پوځ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې ۷۵۰ داعش وسله وال د یو شمیر لوړپوړې ډلمشرانو په ګډون وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تیرو ۹ میاشتو کې د داعش مشر حفیظ سید خان او د هغه مرستیا هم د افغان او امریکایي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال اکثراً په ختیځ ننګرهار ولایت کې شتون لري.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو لپاره د حمزه په نوم پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او نږدې یوه میاشت مخکې په اچین باندې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړل چې په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ تنه داعش وسله وال ووژل شول.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 143229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143229/د-امریکا-پوځ-په-تیرو-دوه-نیم-میاشتو-کې-۷۵۰-داعشیان-افغانستان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com