کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان کې د طالبانو مشهور قوماندان فقیر محمد خیرخوا وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1396 ساعت 15:09


په ختیځ لغمان کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان چې فقیر محمد خیرخوا نومیده د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، چارواکي زیاتوي، چې لغمان کې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتوکې تیره ورځ د دولت  ۷ وسلوال مخالفین وژل شوي او یو بل شدید ټپي دی.

د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د وسلوالو مخالفینو مشهور قوماندان فقیر محمد خیرخوا هم شامل دي.

چارواکي وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتې او اوس مهال د مرکز او الینګار ولسوالیو اړوند سیمو پهلوان بابا ، قلعه نجاران ، سرکاتبان ، قلعه فتح الله ، جانی قلعه ، نورمحمد خان بانډه ، میر عثمان بانډه ، قلعه صوفیان او خاص هرمل کلیو کی د ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په بشپړه همغږۍ او ځیرکتیا سره جریان لري.

لغمان د افغانستان په ختیځ کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.


د مطلب کود: 143261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143261/لغمان-کې-د-طالبانو-مشهور-قوماندان-فقیر-محمد-خیرخوا-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com