په ختیځ لغمان کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان چې فقیر محمد خیرخوا نومیده د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، چارواکي زیاتوي، چې لغمان کې د سېلاب پنځه په نوم د افغان ګډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتوکې تیره ورځ د دولت ۷ وسلوال مخالفین وژل شوي او یو بل شدید ټپي دی.
د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د وسلوالو مخالفینو مشهور قوماندان فقیر محمد خیرخوا هم شامل دي.
چارواکي وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتې او اوس مهال د مرکز او الینګار ولسوالیو اړوند سیمو پهلوان بابا ، قلعه نجاران ، سرکاتبان ، قلعه فتح الله ، جانی قلعه ، نورمحمد خان بانډه ، میر عثمان بانډه ، قلعه صوفیان او خاص هرمل کلیو کی د ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په بشپړه همغږۍ او ځیرکتیا سره جریان لري.
لغمان د افغانستان په ختیځ کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.