کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې د نن یکشنبه غونډه تحریم کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1396 ساعت 14:45


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د دغې جرګې د نن ورځې عمومي غونډه تحریم کړه.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، دغه اعتراض وروسته له هغې وشو چې د مشرانو جرګې اداري پلاوی په خپل وخت غونډې ته حاضر نه شول.

دوی ویل چې په ساعتونو یې انتظار وکړ، خو د اداري پلاوي کوم غړي غونډې ته تشریف رانه وړ.

بل خوا د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وايي، دوی له ځینو پخوانیو معترضو وکیلانو سره غوڼدې ته د راتګ په اړه بحثونه کول، نو ځکه د مشرانو جرګې غونډه یو څه په ځنډ پيل شوه.


د مطلب کود: 143330

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143330/یو-شمېر-سناتورانو-د-مشرانو-جرګې-نن-یکشنبه-غونډه-تحریم-کړه

آوا
  https://www.avapress.com