کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د اعتراض کوونکیو له مشرانو سره خبرې وکړې

20 جوزا 1396 ساعت 9:58

اعتراض کوونکي د تحصن له خیمو اته ورځې کیږي، چې د حکومت ضد شعارونه ورکوي. دوی د ستونزې د حل لپاره له ولسي جرګې سره خبرو ته غاړه ږدي؛ خو وروستۍ هوکړې ته نه رسیږي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي ژمنه د یوې حللارې موندل دی، چې حکومت او ولس له روان بد حالته وژغورل شي.
د اعتراض کوونکیو تنظیمونکی آصف آشنا وایي، د نورو غوښتنو تر څنګ له حکومت غواړي، چې پرې د قوم پالنې او نور تورونه ونه لګوي.
معترض عبدالطیف پدرام وایي، که څه هم دا دولت زه په رسمیت نه پېژنم؛ خو غوښتنه مې داده، چې د خلکو غږ واوري او د روان ناورین مخه ونیسي
. اعتراض کونکي وایی، چې حرکت یې مدني دی او هیڅ سیاسي لاس یې نه حمایه کوي.
حکومت تر اوسه د اعتراض کوونکیو د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلک غواړي، چې حکومت دې دغه ستونزه ژر حل کړي.


د مطلب کود: 144459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144459/ولسي-جرګې-د-اعتراض-کوونکیو-له-مشرانو-سره-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com