کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کی یو شخص د ۳۷ زره آمریکایی دالرو سره ونیول سو

10 سرطان 1396 ساعت 10:04

د کابل پولیس د داسی کس د نیولو څخه خبر ورکړ چی ۳۷ زره او ۹۱۷ آمریکایی دالره د یو خصوصی بانک څخه په کابل کی غلا کړۍ وو.


د آوا په ګزارش سره، د کابل پولیسو قوماندانی جنایی څیړنی ریاست اعلان کړ چی عبدالقیوم د پولیسو نهم امنیتی  حوزه مربوطه سیمو کی د باختر بانک نمایندګی صفا کاری په برخه کی یو کارکوونکی دا پیسی د غلا په توګه وړۍ وو.
د سرچینو معلوماتو په اساس، دا شخص د دندی په جریان کی ۳۷ زره او ۹۱۷ دالره د باختر بانک نمایندګی څخه غلا کړۍ وو، خو د جنایی څیړنو ریاست مامورینو له لوری په کابل کی وپیژندل سو او ونیول سو.
د کابل پولیسو اعلان کړ چی نیول سوی کس خپل جرم باندی اعتراف کړی دی او غلا سوی پیسی بیرته باختر بانک نمایندګی ته تسلیم سوی دی.


د مطلب کود: 145582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145582/په-کابل-کی-یو-شخص-د-۳۷-زره-آمریکایی-دالرو-سره-ونیول-سو

آوا
  https://www.avapress.com