دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 145582
په کابل کی یو شخص د ۳۷ زره آمریکایی دالرو سره ونیول سو
د کابل پولیس د داسی کس د نیولو څخه خبر ورکړ چی ۳۷ زره او ۹۱۷ آمریکایی دالره د یو خصوصی بانک څخه په کابل کی غلا کړۍ وو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د کابل پولیسو قوماندانی جنایی څیړنی ریاست اعلان کړ چی عبدالقیوم د پولیسو نهم امنیتی  حوزه مربوطه سیمو کی د باختر بانک نمایندګی صفا کاری په برخه کی یو کارکوونکی دا پیسی د غلا په توګه وړۍ وو.
د سرچینو معلوماتو په اساس، دا شخص د دندی په جریان کی ۳۷ زره او ۹۱۷ دالره د باختر بانک نمایندګی څخه غلا کړۍ وو، خو د جنایی څیړنو ریاست مامورینو له لوری په کابل کی وپیژندل سو او ونیول سو.
د کابل پولیسو اعلان کړ چی نیول سوی کس خپل جرم باندی اعتراف کړی دی او غلا سوی پیسی بیرته باختر بانک نمایندګی ته تسلیم سوی دی.
https://avapress.com/vdcaamn6u49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته