افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ په اکس پاڼه کې لیکلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي عزيزي د روسيې-اسلامي نړۍ په پنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه کې چې د تاتارستان په مرکز کازان ښارکې جوړه شوې وه د خپل ګډون راپور د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره شريک کړ.
نوموړي دغه سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخو کې له لاسته راوړنو ډک وباله.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست دا هم وویل، چې روسي شرکتونو او بنسټونو د کازان په اقتصادي غونډه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
له بلې خوا مولوي عبدالکبیر د ښاغلي عزیزي سفر مثبت بللی او ویلي یې دي، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو دا ډول سفرونه د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت د ګاونډیو او سیمې په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اساس نعامل غواړي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د روسيې-اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې ګډون کړى و او د دې غونډې په څنډه کې يې د هېوادونو له استازو سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا په اړه بېلابېلې ناستې درلودې.