افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.
د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو مرستو او پراختیا مشر وویل، چې دغه اداره به د کډوالو د اوسېدو په برخه کې د نویو راستانه شویو افغان کډوالو لپاره کور جوړ کړي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې د کور جوړونې د احصایې په اړه به د قطر له خیریه بنسټ سره تر مشورې وروسته معلومات ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ويستلو له پيل راهيسې په سلګونو زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او د کورونو او دندو له نشتوالي شکايت کوي.