افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د نشه یی توکو د پلورونکو اتحادیې مشر حاجی محمد ناصر امین وایی، دغې اتحادیې د غور ولایت له سیلاب ځپلو او په نشه یی توکو روږدو کسانو سره د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه قلمه درملو مرسته کړې ده.
ده زياته کړه: د دغې اتحاديې غړو له سيلاب ځپلو سره د اړتيا وړ طبي مرستې راټولې کړې او دغه راز يې په نشه يي توکو روږدو کسانو ته چې تر درملنې لاندې دي، د طبي مرستو يوه جوپه ليږلې ده.
تر دې مخکې هم د هرات د درمل پلورونکو اتحادیې د دغه ولایت له زلزله ځپلو او د دوعا د مدرسې له روغتون سره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت خلکو ته ستر زیانونه اړولي او سلګونه کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.