افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د سرپل ولایت د امامزاده یحیی (ع) د زیارت یو معتمد سید علی عالم زاده د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: وروستیو اورښتونو او سیلابونو په بلخاب ولسوالۍ کې ډیر مالی زیانونه اړولی دی سلګونه کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه: د بلخاب په ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله رامنځته شوی ستر زیان د رسنیو له سترګو پټ پاتې دی او د
افغان غږ خبری آژانس څخه غوښتنه کوو، چې د بلخاب د مظلومو خلکو غږ انعکاس کړي، ترڅو پاملرنه ورته وشي.
عالمزاده په بلخاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د استوګنې د کورونو، ترانسپورتي لارو، باغونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو او د ګڼ شمېر څارویو د له منځه تللو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د بلخاب ولسوالۍ ډېری سېلاب ځپلې کورنۍ بې وزله دي او د حکومت مرسته او پاملرنه اړینه ده.
له بلې خوا د بلخاب اوسیدونکې سيد اسحاق حسيني د
افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: وروستيو اورښتونو او سيلابونو د بلخاب په ولسوالۍ کې زياتې کورنۍ بې کوره کړي او کورونه يې ويجاړ کړي دي.
ده زياته کړه: په ځينو سيمو کې سيلابونو خلک له ځان سره وړي دي او هغوى په سخت حالت کې دي او له دولت څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت د سیمه ییزو ارګانونو مسوولین هم په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله خلکو ته د زیاتو ځاني او مالي زیانونو د اوښتو په تاییدولو سره وايي: له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې بلخاب د سرپل ولايت له مشهورو ولسواليو څخه ده او په دې ولسوالۍ کې د سکرو په څېر د ځمکې لاندې کانونه شتون لري.