دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 290948
په مزارشریف ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال وویل د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو په دوام کښې پرون د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې رسولو دوهمه الوتکه راورسیده.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال حامد رضا احمدی چې په مزارشریف ښار کښې استوګن دی، د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د اسلامی جمهوریت د بشری مرستو په دوام کښې له نېکه مرغه پرون د افغانستان د شمالي ولایتونو له سېلاب ځپلو سره د مرستې دوهمه الوتکه د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ته ورسېده او اړوندو چارواکو ته وسپارل شوه.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د سیلاب ځپلو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو په دوهمه جوپه کښې درمل، خیمې، غالۍ، کمپلې او خوراکی مواد شامل دی.

احمدي ویلي؛ د ایران ولسمشر او د هغه د ملګرو له خوا د ایت الله رئیسی د شهادت له غمیزې سره سره، موږ نه غواړو چې د افغانستان سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ودروو او ډېر ژر به د مرستو دریمه جوپه ولېږو. 

ده وويل: د ايران دولت او خلک تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په سختو شرايطو کې له دغو مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته کوي او دغه بهير به دوام ومومي.

په عین حال کښې د دغه هیواد د حکومت چارواکو او وزیرانو د ایران د اسلامی جمهوریت د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او مونږ د اسلامی جمهوریت له خلکو او چارواکو څخه مننه کوو. د ایران

د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ (د جوزا ۳ مه) د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ته ورسیده او د هیواد چارواکو ته وسپارل شوه.
https://avapress.com/vdchkvni623nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته