دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 290953
زابل کې ترافیکي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایي، پیښه تیره ورځ مازدیګر مهال د شهر صفا ولسوالۍ په "بریام مانده" سیمه کې رامنځته شوې ده. . 
 
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ټپيان شوي دي. 
 
نوموړي د دې پېښې د لامل په اړه څه ونه ويل. 
 
د کابل-کندهار لویه لار د هیواد په کچه یو له ډیرو ترافیکي لارو څخه شمیرل کیږي. 
 
د موټر چلوونکو تېز رفتار او بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcdkz0xsyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته