افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست د پنجشیر د زمردو د خرڅلاو لپاره د داوطلبۍ د اتلسمې دورې او د دغه ولایت د یاقوت د خرڅلاو لپاره د داوطلبۍ لومړی پړاو اعلان کړ.
دغه رياست وايي، چې د دغو کانونو د داوطلبۍ په مراسمو کې د ٢٦٩٥٥٩ ډالرو په ارزښت ٣٣١٨ قيراط زمرد او د زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د ياقوت لومړۍ کڅوړه د هېواد پر ملي سوداګرو وپلورل شوه.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ۱۸ پړاوونو کې د سلگونو ډالرو په ارزښت زردونه زمرد پلورل شوي دي.