دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 290944
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر امریکا او انګلستان له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړل
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین د امریکا او بریتانیا استخباراتي ادارې په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورنې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د TASS په وینا، دغه روسي چارواکي د جمعې په ورځ د جوزا په ۴ مه خبریالانو ته وویل، چې القاعده او داعش د دغو دوو هیوادونو د استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوي «کرکه لرونکي تروریستي جوړښتونه» دي.

نوموړي د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیتي چارواکو د غونډې په څنډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې سوریه د دې مسئلې یوازینۍ ښکاره بېلګه نه ده، بلکې افغانستان هم له دې سیمې ډېر زیانمن شوی دی.

په عین حال کې د قرغزستان د ملي امنیت د کمیټې مشر هم ویلي دي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو باندې د «ترهګرو» تمرکز زیات شوی او دا موضوع د دغه هیواد د غړو هیوادونو جنوبي سرحدونو ته یو ګواښ ګڼل کیږي. 
https://avapress.com/vdcdoz0xoyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته