کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قندوز دشت ارچی باندی د طالبانو تهاجمی بریدونه

11 سرطان 1396 ساعت 10:10

په قندوز کی سیمه ایز سرچینی وایی چی طالبان تیره شپه ددی ولایت دشت ارچی ولسوالی باندی خپل تهاجمی برید شورع کړی دی او تر اوسه ادامه لری.


د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، یو حکومتی سرچینه وایی چی د طالبانو سهار برید دفع سو او دوهم برید یی د امنیتی ځواکونو او دفاعی ځواکونو سخت مقاومت سره یوځای وو.
دا سرچینه تاییدوی چی نښته تراوسه روانه ده.
په همدی حال کی د قندوز پولیس قوماندان وایی چی د طالبانو تهاجمی بریدونه د دشت ارچی پر امنیتی پوستو باندی د امنیتی او دفاعی ځواکونو غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ سوی دی.
عبدالحمید حمیدی، د قندوز پولیسو قوماندان وویل: امنیتی وضعیت مخ په ښه کیدو دی، او بریدنه په شا تمبول سوی دی.
ښاغلی حمیدی وویل چی په دی بریدونو کی امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو په دی بریدونو کی ۱۹ تنه وژل سوی او څو ټپیان درلودل او ځینی یی هم تښتیدلی دی او په مکتبونو او مسکونی کورونو کی ځان پټ کړی دی.


د مطلب کود: 145644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145644/د-قندوز-دشت-ارچی-باندی-طالبانو-تهاجمی-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.com