کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغان پوځ ته پنځه نوې بې پیلوټه الوتکې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1396 ساعت 10:23


تمه ده چې د امریکا متحده ایالات افغان پوځ ته د ScanEagle په نوم پنځه نوې کشفي بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي، افغان پوځ ته د نوې بې پیلوټه الوتکو د تدارکاتو او انتقال لپاره ۱۹،۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

په پام کې ده چې د تدارکاتو، انقالاتو، د سیستم نصپولو، او نورې چارې د انسېټو کمپنې له خوا ترسره شي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، ټاکل شوې ده چې د نوې الوتکو تدارکات، انتقالاتو، او نصپولو چارې د راتلونکي میلادي کال په اپرېل میاشت کې تکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان له دې وړاندې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.

د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-29 ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-208 سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.


د مطلب کود: 147057

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147057/امریکا-افغان-پوځ-ته-پنځه-نوې-بې-پیلوټه-الوتکې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com