تمه ده چې د امریکا متحده ایالات افغان پوځ ته د ScanEagle په نوم پنځه نوې کشفي بې پیلوټه الوتکې ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي، افغان پوځ ته د نوې بې پیلوټه الوتکو د تدارکاتو او انتقال لپاره ۱۹،۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
په پام کې ده چې د تدارکاتو، انقالاتو، د سیستم نصپولو، او نورې چارې د انسېټو کمپنې له خوا ترسره شي.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، ټاکل شوې ده چې د نوې الوتکو تدارکات، انتقالاتو، او نصپولو چارې د راتلونکي میلادي کال په اپرېل میاشت کې تکل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان له دې وړاندې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.
د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-29 ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-208 سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.