کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر غني او د ټرمپ مرستیال ترمنځ لومړۍ خبري

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 7 اسد 1396 ساعت 11:31


ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني او مایک پنس وړم ماښام د ویدیو کنفرانس له لارې د بیلابیلو مسایلو په اړه بحث او خبري کړي.

د ارګ خبرپانه له مخې د امریکا ولسمشر مرستیال د افغانستان حکومت له هڅو څخه د هیلې په څرګندولو سره ویلي، چې کابل د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د پام وړ مسوولیتونو پر مخ بیولو سره په بیلابیلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي چې د غه هڅې د ستایلو وړ دي.

ولسمشر غني هم د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان ښه همکار وباله.

ولسمشر غني او مایک پنس په داسي حال کې له یو بل سره په ګډو همکاریو ټنیګار کړی چې ټاکل شوي وه امریکا خپله تګلاره د روان کال په جولای میاشت کې اعلام کړي ،خو په سپینه ماڼۍ کې د ځینو چارواکو ترمنځ اختلافونو دغه تګلاره ځنډولي ده.


د مطلب کود: 147213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147213/د-ولسمشر-غني-او-ټرمپ-مرستیال-ترمنځ-لومړۍ-خبري

آوا
  https://www.avapress.com