کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ولسي جرګې د نورستان د خلکو استازې پروین نورستاني مړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1396 ساعت 11:20


په ولسې جرګې کې د نورستان خلکو استازې پروین نورستاني تیره ورځ د یوه ټرافیکي پیښې په ترڅ کې مړه شوې ده.

د ننګرهار والي ښاغلي ګلاب منګل په یوه بیان کې لیکلي «په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د ولسونو استازې پروین نورستانۍ په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسیده.»

نوموړې زیاته کړه «زه شهیدې نورستانۍ ته د الله ج له درباره د فردوس جنت، کورنۍ غړو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم.»

د ښاغلي منګل په وینا، ارواښاده پروین نورستانۍ په حقیقت کې رښتینې، مبارزه او فعاله میرمن وه، چې زه یې مړینه په هېواد کې د میرمنو په منځ کې یوه لویه ضایعه بولم .

د ننګرهار ولایت مقام وایي، پروین نورستانۍ نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار اړوند درونټې تونل څخه اخوا په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند حق ته وسپاره او په پېښه کې درې کسان نور ټپیان شول،چې د مرحومې جسد او ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي.


د مطلب کود: 147408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147408/په-ولسي-جرګې-د-نورستان-خلکو-استازې-پروین-نورستاني-مړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com