په ولسې جرګې کې د نورستان خلکو استازې پروین نورستاني تیره ورځ د یوه ټرافیکي پیښې په ترڅ کې مړه شوې ده.
د ننګرهار والي ښاغلي ګلاب منګل په یوه بیان کې لیکلي «په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د ولسونو استازې پروین نورستانۍ په یوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسیده.»
نوموړې زیاته کړه «زه شهیدې نورستانۍ ته د الله ج له درباره د فردوس جنت، کورنۍ غړو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم.»
د ښاغلي منګل په وینا، ارواښاده پروین نورستانۍ په حقیقت کې رښتینې، مبارزه او فعاله میرمن وه، چې زه یې مړینه په هېواد کې د میرمنو په منځ کې یوه لویه ضایعه بولم .
د ننګرهار ولایت مقام وایي، پروین نورستانۍ نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د جلال اباد ښار اړوند درونټې تونل څخه اخوا په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند حق ته وسپاره او په پېښه کې درې کسان نور ټپیان شول،چې د مرحومې جسد او ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي.