کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سفیر په کابل کی د عالی زده کړو وزارت سرپرست سره ولیدل/ دواړه لوری د دواړو هیوادونو پوهنتونونو نږدیتوب باندی ټینګار وکړ

2 سنبله 1396 ساعت 22:48

داکتر عبدللطیف روشان، د عالی زده کړو وزارت سرپرست د ایران اسلامی جمهوریت سفیر سره په کابل کی د لیدو په ترڅ کی، د دواړو هیوادونو اکادمیک او علمی اړیکو ډیریدو غوښتونکی سو.


د آوا په ګزارش سره، په دی لیدنه کی داکتر روشان د ایران اسلامی جمهوریت سفیر څخه قدردانی ترڅنګ د افغانستان د ځوانانو لپاره د تحصیلی بورسیو پروسی شروع کولو لپاره، د هغه هیواد څخه د د ۵۰۰ اهدا سویو بورسیو تکمیل غوښتونکی سو.

هغه د دواړو هیوادونو کلتوری او ژبنۍ مشترکاتو ته په اشاره سره، د دواړو هیوادونو پوهنتونونو ترمنځ اړیکی رامنځته کول بالخصوص په علمی څیړنیز برخه کی، باندی ټینګار وکړ.

د افغانستان عالی زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چی په نظر کی لری چی په راتلونکی کی د QS بین المللی کنفرانس په جوړولو سره د پوهنتونونو رده بندی په اړه بحث وسی.  د عالی زده کړو وزارت سرپرست په دی کنفرانس کی د ایرانی پروفسرانو د حضور غوښتونکی هم سو.

په دی کتنه کی محمد رضا بهرامی د ایران اسلامی جمهوریت سفیر ددی هیواد حسن نیت څخه مننه وکړه او د افغانستان سره د هر ډول علمی همکاریو لپاره آمادګی وښودله.


د مطلب کود: 148751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148751/د-ایران-سفیر-په-کابل-کی-عالی-زده-کړو-وزارت-سرپرست-سره-ولیدل-دواړه-لوری-دواړو-هیوادونو-پوهنتونونو-نږدیتوب-باندی-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com