دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۸
د مطلب کود : 148751
د ایران سفیر په کابل کی د عالی زده کړو وزارت سرپرست سره ولیدل/ دواړه لوری د دواړو هیوادونو پوهنتونونو  نږدیتوب باندی ټینګار وکړ
داکتر عبدللطیف روشان، د عالی زده کړو وزارت سرپرست د ایران اسلامی جمهوریت سفیر سره په کابل کی د لیدو په ترڅ کی، د دواړو هیوادونو اکادمیک او علمی اړیکو ډیریدو غوښتونکی سو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په دی لیدنه کی داکتر روشان د ایران اسلامی جمهوریت سفیر څخه قدردانی ترڅنګ د افغانستان د ځوانانو لپاره د تحصیلی بورسیو پروسی شروع کولو لپاره، د هغه هیواد څخه د د ۵۰۰ اهدا سویو بورسیو تکمیل غوښتونکی سو.

هغه د دواړو هیوادونو کلتوری او ژبنۍ مشترکاتو ته په اشاره سره، د دواړو هیوادونو پوهنتونونو ترمنځ اړیکی رامنځته کول بالخصوص په علمی څیړنیز برخه کی، باندی ټینګار وکړ.

د افغانستان عالی زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چی په نظر کی لری چی په راتلونکی کی د QS بین المللی کنفرانس په جوړولو سره د پوهنتونونو رده بندی په اړه بحث وسی.  د عالی زده کړو وزارت سرپرست په دی کنفرانس کی د ایرانی پروفسرانو د حضور غوښتونکی هم سو.

په دی کتنه کی محمد رضا بهرامی د ایران اسلامی جمهوریت سفیر ددی هیواد حسن نیت څخه مننه وکړه او د افغانستان سره د هر ډول علمی همکاریو لپاره آمادګی وښودله.

https://avapress.com/vdcbswb88rhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته