کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاپیسا د علماو شورا مشر د ترور په اړه د ملي امنیت ریاست نوې موندنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1396 ساعت 12:29


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په شمال ختیځ کاپیسا ولایت کې د علماو شورا مشر د وسله والو طالبانو په لارښونې ترور شوی دی.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کاپیسا ولایت د علماو شورا د مولوی ګل محمد حنیفیار د ترور مسئول د یاد ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی کس عبدالمقیم نومیږی او د مولوي حنیفیار په وژلو کې لاس لری.

د ملي امنیت ریاست په وینا، عبدالمقیم د کاپیسا د کوهستاناتو ولسوالی اړوند له حصه دوم سیمې څخه نیول شوی دی.

ملي امنیت ریاست وایي، نیول شوی په خپل جرم اعتراف کړی دی او ادعا کوي چې نوموړې د کاپیسا علماو شورا مشر د خان اقا مشهور په مولوي نصرت الله په لارښونې وژلی دی.

د عبدالمقیم په وینا، خان اقا د کوهستاناتو ولسوالی لپاره د طالبانو د نومول شوی والي په توګه په ترهګریز بریدونو کې بوخت دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 150171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150171/د-کاپیسا-علماو-شورا-مشر-ترور-په-اړه-ملي-امنیت-ریاست-نوې-موندنې

آوا
  https://www.avapress.com