کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې لویه امریکايي الوتکه رانسکوره لسګونه امریکايي عسکر ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1396 ساعت 12:25


نن سهار اته نیمې بجې د پروان ولایت دکوه صافي ولسوالۍ ته څیرمه یوه امریکايي ټرانسپورتي لویه نظامي الوتکه د مجاهدینو لخوا وويشتل شوه او رانسکوره شوه.
د معلوماتو په اساس دغه ترانسپورتي الوتکه چې غالبا افغانستان ته راتلونکي لسګونه امریکايي عسکر په کې سپاره ول د کوه صافي ولسوالۍ په قلعه خیلو سیمه کې وویشتل شوه، د تورې څوکې سیمه کې راولویده او اور پرې بل شو.
سیمه د اشغالګرو عسکرو لخوا محاصره شوي، د الوتکې څخه لوخړې پورته کیږي، امریکايان د خپلو وژل شوو عسکرو جسدونه انتقالوي.
برید د اسلامي امارت مجاهدینو د یوخاص او نوي تکتیک له مخې ترسره کړ.


د مطلب کود: 151008

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151008/په-پروان-کې-لویه-امریکايي-الوتکه-رانسکوره-لسګونه-عسکر-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com