نن سهار اته نیمې بجې د پروان ولایت دکوه صافي ولسوالۍ ته څیرمه یوه امریکايي ټرانسپورتي لویه نظامي الوتکه د مجاهدینو لخوا وويشتل شوه او رانسکوره شوه.
د معلوماتو په اساس دغه ترانسپورتي الوتکه چې غالبا افغانستان ته راتلونکي لسګونه امریکايي عسکر په کې سپاره ول د کوه صافي ولسوالۍ په قلعه خیلو سیمه کې وویشتل شوه، د تورې څوکې سیمه کې راولویده او اور پرې بل شو.
سیمه د اشغالګرو عسکرو لخوا محاصره شوي، د الوتکې څخه لوخړې پورته کیږي، امریکايان د خپلو وژل شوو عسکرو جسدونه انتقالوي.
برید د اسلامي امارت مجاهدینو د یوخاص او نوي تکتیک له مخې ترسره کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)